۲۰۲۱ نومبر ۱۰
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۱: هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو
ورځنۍ رڼا
چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله.
زبور ۷۸:۵۳
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم.
متلونه ۸:۲۰
ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.
هِجرت ۲۳:۲۰
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
يشعياه ۶۳:۹
خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.
زبور ۴۴:۳
مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.
يشعياه ۶۳:۱۴
اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.
زبور ۵:۸
خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې. زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
زبور ۴۳:۳–۴
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۷
چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
يشعياه ۵۳:۵
لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
اِفِسيانو ۵:۲۵–۲۷
او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.
رويا ۱۹:۸
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان ۱۰:۲۲
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو.
روميان ۸:۳۳
بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه ... نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.
زبور ۳۲:۱–۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۹
زبور ۸۹:۱۹ · يشعياه ۴۳:۱۱
۲۰۲۱ نومبر ۸
اول تِسالونيکيان ۵:۸ · اول پطروس ۱:۱۳
۲۰۲۱ نومبر ۷
زبور ۱۰۷:۸ · زبور ۳۴:۸
۲۰۲۱ نومبر ۶
کولوسيان ۳:۴ · يوحنا ۱۱:۲۵
۲۰۲۱ نومبر ۵
هِجرت ۳۰:۲۳ · هِجرت ۳۰:۲۵
۲۰۲۱ نومبر ۴
اول پطروس ۱:۶ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
