۲۰۲۱ نومبر ۶
ورځنۍ رڼا, نومبر ۷: څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے
ورځنۍ رڼا
نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.
زبور ۱۰۷:۸
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے.
زبور ۳۴:۸
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى.
زبور ۳۱:۱۹
دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“
يشعياه ۴۳:۲۱
هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه، ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده. نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.
اِفِسيانو ۱:۵–۶, ۱۲
هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى.
زکرياه ۹:۱۷
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے. اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى. دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى، او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى، نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.
زبور ۱۴۵:۹–۱۲
واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى.
يعقوب ۵:۱۱
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى، او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى، او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.
روميان ۵:۳–۵
همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.
عبرانيان ۱۲:۱۱
اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.
يعقوب ۱:۲–۴
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
يعقوب ۱:۱۲
زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى ... نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹–۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۵
هِجرت ۳۰:۲۳ · هِجرت ۳۰:۲۵
۲۰۲۱ نومبر ۴
اول پطروس ۱:۶ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
۲۰۲۱ نومبر ۳
هوسيع ۱۴:۹ · اول پطروس ۲:۷–۸
۲۰۲۱ نومبر ۲
اول تِسالونيکيان ۵:۱۵ · اول پطروس ۲:۲۱–۲۳
۲۰۲۱ نومبر ۱
متلونه ۸:۳۴ · زبور ۱۲۳:۲
۲۰۲۱ اکتوبر ۳۱
زکرياه ۴:۶ · يشعياه ۴۰:۱۳
