ورځنۍ رڼا, نومبر ۳: سترګې د بدن دپاره ډيوې دى (متى ۶:۲۲)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.

نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره ... يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى. هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.

د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.

څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.

څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.

سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.

هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے.

ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى.

څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“

خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.

زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.

عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.

اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے.

زۀ او زما پلار يو يُو.“ ... نو زما په کارونو ايمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو ته پته ولګى او پوهه شئ چې پلار په ما کښې دے او زۀ په پلار کښې يم.“

کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.

فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے.

زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.

کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى.

مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“

عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“

خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى.

خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه.

او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.

ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ