۲۰۲۱ نومبر ۸
ورځنۍ رڼا, نومبر ۹: ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو (زبور ۸۹:۱۹)
ورځنۍ رڼا
ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زبور ۸۹:۱۹
زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.
يشعياه ۴۳:۱۱
ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے.
اول تيموتيوس ۲:۵
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“
اعمال ۴:۱۲
عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.
يشعياه ۹:۶
بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے.
فيليپيانو ۲:۷–۹
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
عبرانيان ۲:۹
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو.
عبرانيان ۲:۱۴
”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“
زبور ۵۰:۵
نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
عبرانيان ۹:۲۸
په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.
عبرانيان ۹:۱۵
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم.
يوحنا ۱۷:۲۴
او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.
مرقوس ۱۳:۲۷
کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى.
ګردان ۳۰:۴
او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۶–۱۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۷
زبور ۱۰۷:۸ · زبور ۳۴:۸
۲۰۲۱ نومبر ۶
کولوسيان ۳:۴ · يوحنا ۱۱:۲۵
۲۰۲۱ نومبر ۵
هِجرت ۳۰:۲۳ · هِجرت ۳۰:۲۵
۲۰۲۱ نومبر ۴
اول پطروس ۱:۶ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
۲۰۲۱ نومبر ۳
هوسيع ۱۴:۹ · اول پطروس ۲:۷–۸
۲۰۲۱ نومبر ۲
اول تِسالونيکيان ۵:۱۵ · اول پطروس ۲:۲۱–۲۳
