ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۳: هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.

او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.

ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.

دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.

زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.

نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.

زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.

قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى. حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.

ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.

زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى.

تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى. کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم. او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.

بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ. يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده، او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے.

هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ.

نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ