۲۰۲۱ نومبر ۱۵
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۶: دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه
ورځنۍ رڼا
دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.
يوحنا ۱۷:۱۷
د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ.
يوحنا ۱۵:۳
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.
کولوسيان ۳:۱۶
په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى. زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بېلارې شم.
زبور ۱۱۹:۹–۱۰
نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى. تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.
متلونه ۲:۱۰–۱۱
زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے. زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
ايُوب ۲۳:۱۱–۱۲
زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه.
زبور ۱۱۹:۹۹
کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.
يوحنا ۸:۳۱–۳۲
نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ.
اِفِسيانو ۲:۱۹
خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بېشمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ. او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى.
عبرانيان ۱۲:۲۲–۲۳
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
عبرانيان ۱۱:۱۳
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
فيليپيانو ۳:۲۰–۲۱
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو.
کولوسيان ۱:۱۲–۱۳
زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
اول پطروس ۲:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ نومبر ۱۴
زبور ۴۰:۱۷ · زبور ۳۷:۲۳–۲۴
۲۰۲۱ نومبر ۱۳
اِفِسيانو ۵:۲۵–۲۶ · اِفِسيانو ۵:۲
۲۰۲۱ نومبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۷:۱۰ · متى ۲۶:۷۵
۲۰۲۱ نومبر ۱۱
زبور ۷۸:۵۳ · متلونه ۸:۲۰
۲۰۲۱ نومبر ۱۰
کولوسيان ۱:۱۰ · روميان ۱۲:۱–۲
۲۰۲۱ نومبر ۹
زبور ۸۹:۱۹ · يشعياه ۴۳:۱۱
