ورځنۍ رڼا, نومبر ۲۹: زۀ د ژوندون روټۍ يم (يوحنا ۶:۳۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.

د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.

بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.

اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.

هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.

زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.

خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى. معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور. خو تۀ د ژوندون سرچينه يې، په کوم نُور چې مونږ ليدل کوُو تۀ هغه نُور يې.

ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟

اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک ووائى چې زۀ ايماندار يم او نېک کارونه نۀ کوى نو د هغۀ د دې ايمان نه څۀ فائده ده؟ ولې داسې ايمان هغۀ له خلاصون ورکولے شى؟ دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.

هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى ... ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى.

نو کله چې زمونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئ اِسحاق په قربان‌ګاه د قربانۍ په طور پېش کړو نو ولې هغه په دې کار سره صادق نۀ شو څۀ؟ نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى.

خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.

ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.

اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ