۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۶
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۷: خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې
ورځنۍ رڼا
نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس ۵:۶
مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بېسزا پاتې نۀ شى.
متلونه ۱۶:۵
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو، مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.
يشعياه ۶۴:۸–۹
تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې. ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
يرمياه ۳۱:۱۸–۱۹
د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى.
مرثيى ۳:۲۷
ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى، خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.
ايُوب ۵:۶–۷
دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟
پېدايښت ۳:۱
بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“
متى ۴:۳
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“
متى ۴:۴, ۷, ۱۰
نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
متى ۴:۱۱
خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل ... د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې تۀ به هلته نۀ روټۍ خورې او نۀ به اوبۀ څښې او چې په کومه لاره تلے يې ... نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل. نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې ... دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.
اول بادشاهان ۱۳:۱۶–۱۹, ۲۶
خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى.
ګلتيان ۱:۸
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
زبور ۱۱۹:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۵
يعقوب ۱:۴ · اول پطروس ۱:۶–۷
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۴
زبور ۷۳:۲۸ · زبور ۲۶:۸
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۳
عزرا ۹:۹ · اول پطروس ۴:۱۲
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۲
زبور ۱۰۴:۳۴ · غزلې ۲:۳
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۱
روميان ۸:۲۸ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۰
متلونه ۳:۱۳ · متلونه ۸:۳۵
