۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۹
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۰: بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى
ورځنۍ رڼا
بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.
متلونه ۳:۱۳
ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.
متلونه ۸:۳۵
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“ مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه.
يرمياه ۹:۲۳–۲۴
د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده.
متلونه ۹:۱۰
خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم. زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم.
فيليپيانو ۳:۷–۸
په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.
کولوسيان ۲:۳
ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
متلونه ۸:۱۴
او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو.
اول کورنتيان ۱:۳۰
خو هوښيار سړے زړونه ګټى.
متلونه ۱۱:۳۰
مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو.
دوېم کورنتيان ۶:۱۰
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
دوېم کورنتيان ۸:۹
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
يوحنا ۱:۱۶
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
فيليپيانو ۴:۱۹
او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.
دوېم کورنتيان ۹:۸
ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۵
د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو. خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.
اول کورنتيان ۱:۲۶–۲۷
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
دوېم کورنتيان ۴:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۸
زبور ۱۱۹:۱۸ · لوقا ۲۴:۴۵
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۷
متى ۱۲:۲۰ · زبور ۵۱:۱۷
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۶
متلونه ۲۱:۲ · زبور ۱:۶
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۵
روميان ۶:۱۴–۱۵ · روميان ۷:۴
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۴
يشعياه ۵۱:۱۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۴
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۳
يوحنا ۷:۳۷ · زبور ۸۴:۲
