۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۶
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۷: تکړه شئ او مۀ يرېږئ (يشعياه ۳۵:۴)
ورځنۍ رڼا
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى.
متى ۱۲:۲۰
پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.
زبور ۵۱:۱۷
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
زبور ۱۴۷:۳
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم. زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.
يشعياه ۵۷:۱۵–۱۶
زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم.
حزقىايل ۳۴:۱۶
نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ. د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.
عبرانيان ۱۲:۱۲–۱۳
تکړه شئ او مۀ يرېږئ ... او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.
يشعياه ۳۵:۴
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے.
زبور ۳۴:۸
کله چې د مېلمستيا مشر هغه اوبۀ وڅښلې نو هغه په ميو بدلې شوې وې. خو هغۀ ته د دې پته نۀ وه چې دا د کوم ځائ نه راغلى دى اګر چې نوکرانو ته پته وه چا چې اوبۀ راويستلې وې. ... او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“
يوحنا ۲:۹–۱۰
ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
ايُوب ۳۴:۳
ما ايمان راوړو او ځکه مې خبرې وکړې، نو په مونږ کښې هم دغه شان ايمان دے نو مونږ هم ايمان راوړے دے او ځکه خبرې کوُو.
دوېم کورنتيان ۴:۱۳
ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
غزلې ۲:۳
ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
روميان ۲:۴
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ. اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.
اول پطروس ۲:۲–۳
خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى، وائى سندرې تل تر تله بېغمۍ سره.
زبور ۵:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۵
روميان ۶:۱۴–۱۵ · روميان ۷:۴
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۴
يشعياه ۵۱:۱۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۴
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۳
يوحنا ۷:۳۷ · زبور ۸۴:۲
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۲
يشعياه ۵۷:۱۸ · هِجرت ۱۵:۲۶
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۱
روميان ۱۲:۲ · هِجرت ۲۳:۲
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۰
يرمياه ۳۲:۹ · حزقىايل ۳۶:۲۶
