ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۲: هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم.

ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.

اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې. تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې. زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم، نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.

زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.

او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.

او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.

خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.

او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم.

زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.

مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے.

په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى. هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون نه. نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. ... څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو. دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.

ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.

تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.

کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟

مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم.

اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ