ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۰: خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.

زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم.

ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بې‌لارې هغوئ ته نېغه لار سموى. هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى. د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.

چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.

په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په پوره عاجزۍ، نرمۍ ... پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ. بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ. يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده، او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے.

خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى.

نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.

او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.

خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.

خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى.

خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى.

او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره.

زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.

نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.

اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى. خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ