۲۰۲۱ سېپتمبر ۲
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۳: د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ
ورځنۍ رڼا
اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى.
هِجرت ۱۳:۷
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ.
متلونه ۸:۱۳
د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
روميان ۱۲:۹
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۲۲
خو دې ته ګورئ چې څوک د خُدائ پاک د فضل نه پاتې نۀ شى، او هسې نه چې چرته زهريله جرړه راونۀ ټوکيږى او ستاسو دپاره د عذاب سبب شى او د هغې په سبب ډېر خلق پليت شى.
عبرانيان ۱۲:۱۵
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
زبور ۶۶:۱۸
ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟ خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے. نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.
اول کورنتيان ۵:۶–۸
د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.
اول کورنتيان ۱۱:۲۸
څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى.
عبرانيان ۷:۲۶
او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته.
اول يوحنا ۳:۵
مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ. ... چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“
پېدايښت ۳:۴–۵
خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بىبى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.
دوېم کورنتيان ۱۱:۳
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ. د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ. په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ. او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے.
اِفِسيانو ۶:۱۰–۱۱, ۱۳, ۱۷
او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.
دوېم کورنتيان ۲:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · يشعياه ۲۹:۱۹
۲۰۲۱ اګست ۳۱
روميان ۵:۱۶ · يشعياه ۱:۱۸
۲۰۲۱ اګست ۳۰
اِستَر ۵:۲ · هِجرت ۲۲:۲۷
۲۰۲۱ اګست ۲۹
متلونه ۱۶:۲۰ · روميان ۴:۲۰–۲۱
۲۰۲۱ اګست ۲۸
رويا ۱۲:۱۰ · رويا ۱۲:۱۱
۲۰۲۱ اګست ۲۷
زبور ۱۱۹:۱۰۵ · زبور ۱۷:۴–۵
