۲۰۲۱ اګست ۲۷
ورځنۍ رڼا, اګست ۲۸: د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو
ورځنۍ رڼا
ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.
رويا ۱۲:۱۰
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول.
رويا ۱۲:۱۱
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو، نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بېشکه چې زمونږ شفاعت کوى.
روميان ۸:۳۳–۳۴
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
کولوسيان ۲:۱۵
دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۵
د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
روميان ۸:۳۷
د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ. او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے.
اِفِسيانو ۶:۱۱, ۱۷
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
اول کورنتيان ۱۵:۵۷
هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.
پېدايښت ۲:۹
او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے.
اول يوحنا ۵:۱۱
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
يوحنا ۳:۱۶
لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى. ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے.
يوحنا ۵:۲۱, ۲۶
هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.
رويا ۲:۷
د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.
رويا ۲۲:۲
بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى ... د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے ... حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.
متلونه ۳:۱۳, ۱۶, ۱۸
او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت.
اول کورنتيان ۱:۳۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ اګست ۲۶
هِجرت ۲۸:۳۶ · عبرانيان ۱۲:۱۴
۲۰۲۱ اګست ۲۵
يشعياه ۵۱:۱ · زبور ۵۱:۵
۲۰۲۱ اګست ۲۴
هِجرت ۳:۷ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۱ اګست ۲۳
يرمياه ۳۱:۳ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳–۱۴
۲۰۲۱ اګست ۲۲
روميان ۱۴:۷–۸ · اول کورنتيان ۱۰:۲۴
۲۰۲۱ اګست ۲۱
زبور ۱۱۹:۵۷ · اول کورنتيان ۳:۲۱
