ورځنۍ رڼا, اګست ۲۵: ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم (زبور ۵۱:۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.

ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم.

نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې. نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.

هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم. هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو.

ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو. د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى. خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.

خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو.

زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى.

هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم. په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى. راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.

ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى. اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.

بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ. او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.

او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.

خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو.

همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).