۲۰۲۱ اګست ۲۵
ورځنۍ رڼا, اګست ۲۶: خو هارون غلے پاتې شو (ليويانو ۱۰:۳)
ورځنۍ رڼا
د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
هِجرت ۲۸:۳۶
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
عبرانيان ۱۲:۱۴
خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“
يوحنا ۴:۲۴
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى.
يشعياه ۶۴:۶
هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم. خو هارون غلے پاتې شو.
ليويانو ۱۰:۳
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى.
حزقىايل ۴۳:۱۲
او پاکوالے ستا د کور ښائست دے، تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.
زبور ۹۳:۵
او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.
يوحنا ۱۷:۱۹
زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو. نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.
عبرانيان ۴:۱۴, ۱۶
تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
زبور ۲۳:۵
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى.
زبور ۳۴:۸–۱۰
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
مرثيى ۳:۲۲–۲۳
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله. تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بېشکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.
زبور ۱۶:۵–۶
او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى.
اول کورنتيان ۳:۲۲
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
اِفِسيانو ۱:۳
بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.
فيليپيانو ۴:۱۱
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده.
اول تيموتيوس ۶:۶
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
فيليپيانو ۴:۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ اګست ۲۴
هِجرت ۳:۷ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۱ اګست ۲۳
يرمياه ۳۱:۳ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳–۱۴
۲۰۲۱ اګست ۲۲
روميان ۱۴:۷–۸ · اول کورنتيان ۱۰:۲۴
۲۰۲۱ اګست ۲۱
زبور ۱۱۹:۵۷ · اول کورنتيان ۳:۲۱
۲۰۲۱ اګست ۲۰
شمېر ۲۳:۱۹ · يعقوب ۱:۱۷
۲۰۲۱ اګست ۱۹
اول پطروس ۱:۱۵ · اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲
