۲۰۲۱ اګست ۳۰
ورځنۍ رڼا, اګست ۳۱: ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى
ورځنۍ رڼا
کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.
روميان ۵:۱۶
اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه ۱:۱۸
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم. راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.
يشعياه ۴۳:۲۵–۲۶
ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“
يشعياه ۴۴:۲۲
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
يوحنا ۳:۱۶
خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه.
روميان ۵:۱۵
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.
لوقا ۱۹:۱۳
د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى.
مرقوس ۱۳:۳۴
يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.
متى ۲۵:۱۵
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
يوحنا ۹:۴
تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟
لوقا ۲:۴۹
ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.
اول پطروس ۲:۲۱
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.
دوېم تيموتيوس ۴:۲
نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى.
اول کورنتيان ۳:۱۳
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
اول کورنتيان ۱۵:۵۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ اګست ۲۹
متلونه ۱۶:۲۰ · روميان ۴:۲۰–۲۱
۲۰۲۱ اګست ۲۸
رويا ۱۲:۱۰ · رويا ۱۲:۱۱
۲۰۲۱ اګست ۲۷
زبور ۱۱۹:۱۰۵ · زبور ۱۷:۴–۵
۲۰۲۱ اګست ۲۶
هِجرت ۲۸:۳۶ · عبرانيان ۱۲:۱۴
۲۰۲۱ اګست ۲۵
يشعياه ۵۱:۱ · زبور ۵۱:۵
۲۰۲۱ اګست ۲۴
هِجرت ۳:۷ · يشعياه ۵۳:۳
