۲۰۲۱ سېپتمبر ۵
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۶: د اينځر د ونې نه سبق واخلئ (متى ۲۴:۳۲)
ورځنۍ رڼا
راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو.
مرثيى ۳:۴۱
زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے، هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے. څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.
زبور ۱۱۳:۵–۶
زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا.
زبور ۲۵:۱
زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے. ... زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى. سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
زبور ۱۴۳:۶–۸
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى. ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.
زبور ۶۳:۳–۴
خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے. تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
زبور ۸۶:۴–۵
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
يوحنا ۱۴:۱۳
څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟
يشعياه ۲۱:۱۱
تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے. شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
روميان ۱۳:۱۱–۱۲
د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے. زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
متى ۲۴:۳۲–۳۳, ۳۵
زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے. زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى.
زبور ۱۳۰:۵–۶
څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.
رويا ۲۲:۲۰
ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
متى ۲۵:۱۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۴
روت ۳:۱۸ · يشعياه ۷:۴
۲۰۲۱ سېپتمبر ۳
هِجرت ۱۳:۷ · متلونه ۸:۱۳
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲
زبور ۲۷:۱۴ · يشعياه ۴۰:۲۸–۲۹
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · يشعياه ۲۹:۱۹
۲۰۲۱ اګست ۳۱
روميان ۵:۱۶ · يشعياه ۱:۱۸
۲۰۲۱ اګست ۳۰
اِستَر ۵:۲ · هِجرت ۲۲:۲۷
