ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۵: او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، ... هم دغه شان مسيح هم دے.

او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے.

او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو، او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.

ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.

تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو.

ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.

هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.

ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو.

ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى.

نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے. هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى ... د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.

يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم.

خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى. معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور. خو تۀ د ژوندون سرچينه يې.

نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ.

خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“

عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو.

مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى.

روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ