۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۵
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۶: ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے
ورځنۍ رڼا
ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.
ګردان ۳۲:۴
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
اول پطروس ۲:۲۳
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
دوېم کورنتيان ۵:۱۰
نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.
روميان ۱۴:۱۲
څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
حزقىايل ۱۸:۴
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم.
زکرياه ۱۳:۷
خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
زبور ۸۵:۱۰
بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
يعقوب ۲:۱۳
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
روميان ۶:۲۳
زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
يشعياه ۴۵:۲۱
د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.
روميان ۳:۲۶
خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.
روميان ۳:۲۴
په مرګ فتح غالبه شوه.
اول کورنتيان ۱۵:۵۴
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
اول کورنتيان ۱۵:۵۷
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۵
خو کۀ مونږ د مسيح سره مړۀ شُو نو زمونږ هم دا ايمان دے چې مونږ به د هغۀ سره ژوندى شُو. مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے شوے دے، او بيا به هيڅکله مړ نۀ شى، او د مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اختيار نشته. کله چې هغه مړ شو نو هغه د ټولو د ګناه دپاره يو ځل مړ شو خو اوس چې هغه ژوندے دے خُدائ پاک ته د جلال ورکولو دپاره ژوندے دے. نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.
روميان ۶:۸–۱۱
د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
روميان ۸:۳۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۴
زبور ۷۳:۲۸ · زبور ۲۶:۸
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۳
عزرا ۹:۹ · اول پطروس ۴:۱۲
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۲
زبور ۱۰۴:۳۴ · غزلې ۲:۳
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۱
روميان ۸:۲۸ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۰
متلونه ۳:۱۳ · متلونه ۸:۳۵
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۹
اول پطروس ۵:۱۰ · هِجرت ۳۳:۱۹
