۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۳
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۴: څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے
ورځنۍ رڼا
خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم.
زبور ۷۳:۲۸
زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.
زبور ۲۶:۸
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
زبور ۸۴:۱۰
بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.
زبور ۶۵:۴
مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.
مرثيى ۳:۲۵
خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.
يشعياه ۳۰:۱۸
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى.
عبرانيان ۱۰:۱۹–۲۰, ۲۲
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ.
دوېم کورنتيان ۸:۹
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
يوحنا ۱:۱۴
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى.
زبور ۴۵:۲
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول.
لوقا ۴:۲۲
اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.
اول پطروس ۲:۳
هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى.
اول يوحنا ۵:۱۰
زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى.
يوحنا ۳:۱۱
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے.
زبور ۳۴:۸
د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
غزلې ۲:۳
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹
خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.
اِفِسيانو ۴:۷
تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.
اول پطروس ۴:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۲
زبور ۱۰۴:۳۴ · غزلې ۲:۳
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۱
روميان ۸:۲۸ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۱ سېپتمبر ۲۰
متلونه ۳:۱۳ · متلونه ۸:۳۵
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۹
اول پطروس ۵:۱۰ · هِجرت ۳۳:۱۹
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۸
زبور ۱۱۹:۱۸ · لوقا ۲۴:۴۵
۲۰۲۱ سېپتمبر ۱۷
متى ۱۲:۲۰ · زبور ۵۱:۱۷
