يونۍ د ۲۰۲۶ د مارچ ۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مارچ ۱

نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟

روميان 8:31

مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.

زبور 118:6

تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.

زبور 60:4

مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

زبور 27:1

هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.

زبور 27:3

خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“

دوېم تاريخ 13:12

ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،

زبور 46:7

هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“

رويا 17:14

قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟

زبور 2:1

مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.

زبور 2:4

تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.

يشعياه 8:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې