نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
عبرانيان 4:9
ورځنی رڼا
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
عبرانيان 4:9
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى. چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى.
ايُوب 3:17-18
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
رويا 14:13
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“
يوحنا 11:11
عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى.
يوحنا 11:13
For indeed we who are in this tent do groan, being burdened; not that we desire to be unclothed, but that we desire to be clothed, that what is mortal may be swallowed up by life.
2 Corinthians 5:4
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى. نو چې مونږ خلاصون وموندو نو هغه اُميد راته مِلاو شو، خو اوس هغه اُميد چې مونږ ته مِلاو شو نو بيا انتظار د څۀ دپاره کوُو؟ خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.
روميان 8:23-25
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مارچ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ فبروري ۲۸
John 3:16
۲۰۲۶ فبروري ۲۷
Romans 6:11
۲۰۲۶ فبروري ۲۶
Lamentations 3:40
۲۰۲۶ فبروري ۲۵
James 4:7
۲۰۲۶ فبروري ۲۴
Ezekiel 36:37
۲۰۲۶ فبروري ۲۳
Hebrews 12:24