د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى.
متلونه 20:27
ورځنی رڼا
د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى.
متلونه 20:27
کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“
يوحنا 8:7
کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه.
يوحنا 8:9
نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“
پېدايښت 3:11
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.
يعقوب 4:17
کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے. ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.
اول يوحنا 3:20-21
د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.
روميان 14:20
نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.
روميان 14:22
پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.
زبور 139:23-24
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۲۷
Romans 6:11
۲۰۲۶ فبروري ۲۶
Lamentations 3:40
۲۰۲۶ فبروري ۲۵
James 4:7
۲۰۲۶ فبروري ۲۴
Ezekiel 36:37
۲۰۲۶ فبروري ۲۳
Hebrews 12:24
۲۰۲۶ فبروري ۲۲
Psalms 25:12
۲۰۲۶ فبروري ۲۱
Leviticus 20:8