يونۍ د ۲۰۲۶ د فبروري ۲۲

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ فبروري ۲۲

کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.

متلونه 3:24

خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه. عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“

مرقوس 4:37-38

د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.

فيليپيانو 4:6-7

زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.

زبور 4:8

خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

زبور 127:2

کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“ بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.

اعمال 7:59-60

We are courageous, I say, and are willing rather to be absent from the body, and to be at home with the Lord.

2 Corinthians 5:8

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې