اے مالِکه خُدايه، سمندرونه راپاڅېدلى دى، سيندونو شورونه جوړ کړى دى، سيندونو خپلې ناترسې چپې راپورته کړى دى. مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.
زبور 93:3-4
ورځنی رڼا
اے مالِکه خُدايه، سمندرونه راپاڅېدلى دى، سيندونو شورونه جوړ کړى دى، سيندونو خپلې ناترسې چپې راپورته کړى دى. مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.
زبور 93:3-4
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟ تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې. تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې، او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.
زبور 89:8-9
مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.
يرمياه 5:22
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
يشعياه 43:2
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو. خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“
متى 14:29-31
خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.
زبور 56:3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۱۴
Matthew 3:15
۲۰۲۶ فبروري ۱۳
Ezekiel 1:26
۲۰۲۶ فبروري ۱۲
Malachi 3:17
۲۰۲۶ فبروري ۱۱
Malachi 3:16
۲۰۲۶ فبروري ۱۰
Luke 11:34
۲۰۲۶ فبروري ۹
Luke 16:25
۲۰۲۶ فبروري ۸
John 15:15