جمعه د ۲۰۲۶ د فبروري ۱۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ فبروري ۱۳

زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.

زبور 119:50

ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے.

يوحنا 5:26

عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“

يوحنا 11:25-26

او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو.

يوحنا 1:4

خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.

يوحنا 1:12-13

دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.

يوحنا 6:63

بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.

عبرانيان 4:12

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې