د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې، د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.
زبور 104:16
ورځنی رڼا
د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې، د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.
زبور 104:16
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى. د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.
هوسيع 14:5-6
خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى. هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بېمېوې نۀ پاتې کيږى.“
يرمياه 17:7-8
په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“
حزقىايل 17:24
صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى. هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى. تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.
زبور 92:12-14
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۱۰
Luke 11:34
۲۰۲۶ فبروري ۹
Luke 16:25
۲۰۲۶ فبروري ۸
John 15:15
۲۰۲۶ فبروري ۷
Deuteronomy 8:10-11
۲۰۲۶ فبروري ۶
1 Timothy 1:14
۲۰۲۶ فبروري ۵
John 10:10
۲۰۲۶ فبروري ۴
Deuteronomy 17:16