کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې، او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې، خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟ هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“
زبور 78:20
ورځنی رڼا
کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې، او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې، خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟ هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“
زبور 78:20
اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل، او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته، او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو، او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو.
اول کورنتيان 10:1-4
خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.
يوحنا 19:34
خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
يشعياه 53:5
خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.
يوحنا 5:40
”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“
يرمياه 2:13
نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته لاړ شه نو چې ستا مريدان هغه لوئ کارونه چې تۀ يې کوې، ووينى.
يوحنا 7:3
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.
رويا 22:17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۹
Luke 16:25
۲۰۲۶ فبروري ۸
John 15:15
۲۰۲۶ فبروري ۷
Deuteronomy 8:10-11
۲۰۲۶ فبروري ۶
1 Timothy 1:14
۲۰۲۶ فبروري ۵
John 10:10
۲۰۲۶ فبروري ۴
Deuteronomy 17:16
۲۰۲۶ فبروري ۳
Haggai 2:4