خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.
زبور 139:12
ورځنی رڼا
خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.
زبور 139:12
ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى. داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.
ايُوب 34:21-22
ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.
يرمياه 23:24
تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې، او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې، او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى، او نۀ به د هغې تباهۍ نه چې په رڼا ورځ کښې راځى.
زبور 91:5-6
کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې، او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې، نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.
زبور 91:9-10
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
زبور 121:3
مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے. په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى. مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
زبور 121:5-7
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور 23:4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۲
1 Chronicles 4:10
۲۰۲۶ فبروري ۱
1 Peter 1:8
۲۰۲۶ جنوري ۳۱
Numbers 33:55
۲۰۲۶ جنوري ۳۰
Hebrews 12:1-2
۲۰۲۶ جنوري ۲۹
Genesis 16:13
۲۰۲۶ جنوري ۲۸
Deuteronomy 33:25
۲۰۲۶ جنوري ۲۷
1 John 3:5