جمعه د ۲۰۲۶ د جنوري ۳۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جنوري ۳۰

د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،

مرثيى 3:27

ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.

متلونه 22:6

د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟ هغوئ خو د لږ وخت دپاره د خپلې پوهې په مطابق زمونږ تنبيه کوى، خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو.

عبرانيان 12:9-10

د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.

زبور 119:67

دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

زبور 119:71

مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.

يرمياه 29:11

نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.

اول پطروس 5:6

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې