دونۍ د ۲۰۲۶ د جنوري ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جنوري ۲۶

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.

فيليپيانو 3:20-21

د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو. دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه. لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.

حزقى‌ايل 1:26-28

But we all, with unveiled face seeing the glory of the Lord as in a mirror, are transformed into the same image from glory to glory, even as from the Lord, the Spirit.

2 Corinthians 3:18

ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

اول يوحنا 3:2

هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى.

رويا 7:16

هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.

رويا 15:3

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې