ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.
يشعياه 63:4
ورځنی رڼا
ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.
يشعياه 63:4
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
ليويانو 25:10
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
يشعياه 26:19
ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان 4:16-17
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.
هوسيع 13:14
خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.
يرمياه 50:34
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۱۸
Jeremiah 17:17
۲۰۲۶ فبروري ۱۷
Leviticus 4:12
۲۰۲۶ فبروري ۱۶
Song of Solomon 1:3
۲۰۲۶ فبروري ۱۵
Proverbs 20:9
۲۰۲۶ فبروري ۱۴
Matthew 3:15
۲۰۲۶ فبروري ۱۳
Ezekiel 1:26
۲۰۲۶ فبروري ۱۲
Malachi 3:17