نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.
زبور 97:11
ورځنی رڼا
نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.
زبور 97:11
څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى، نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى. او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.
زبور 126:5-6
او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.
اول کورنتيان 15:37
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،
اول پطروس 1:3
نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
اول پطروس 1:6-7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۲۰
Isaiah 53:11
۲۰۲۶ فبروري ۱۹
Proverbs 2:6
۲۰۲۶ فبروري ۱۸
Jeremiah 17:17
۲۰۲۶ فبروري ۱۷
Leviticus 4:12
۲۰۲۶ فبروري ۱۶
Song of Solomon 1:3
۲۰۲۶ فبروري ۱۵
Proverbs 20:9
۲۰۲۶ فبروري ۱۴
Matthew 3:15