او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.
رويا 4:3
ورځنی رڼا
او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.
رويا 4:3
دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم، زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى.
پېدايښت 9:12-13
چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے.
پېدايښت 9:16
نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بېشکه خُدائ پاک به داسې وکړى.
دوېم سموئيل 23:5
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
عبرانيان 6:18
او مونږ تاسو ته يې هغه زيرے راوړو چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نيکونو سره وعده کړې وه. خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
اعمال 13:32-33
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان 13:8
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ فبروري ۲۵
James 4:7
۲۰۲۶ فبروري ۲۴
Ezekiel 36:37
۲۰۲۶ فبروري ۲۳
Hebrews 12:24
۲۰۲۶ فبروري ۲۲
Psalms 25:12
۲۰۲۶ فبروري ۲۱
Leviticus 20:8
۲۰۲۶ فبروري ۲۰
Isaiah 53:11
۲۰۲۶ فبروري ۱۹
Proverbs 2:6