پينځنۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۱۱

Therefore he says, “Awake, you who sleep, and arise from the dead, and Christ will shine on you.”

Ephesians 5:14

د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.

روميان 13:11

نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو. ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى. خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.

اول تِسالونيکيان 5:6-8

پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.

يشعياه 60:1

ګورئ، داسې لکه چې په زمکه تيارۀ خوره وى او قومونه تکې تورې تيارۀ لاندې پټ وى، خو په تا باندې به د مالِک خُدائ نُور ځليږى او د هغۀ جلال به ستا دپاسه ښکارى.

يشعياه 60:2

نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.

اول پطروس 1:13

د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ.

لوقا 12:35

د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.

لوقا 12:36

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې