مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
هِجرت 14:15
ورځنی رڼا
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
هِجرت 14:15
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او زمونږ د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او د مالِک خُدائ مرضى دې پوره شى.“
اول تواريخ 19:13
خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
نحمياه 4:9
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
متى 7:21
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
يوحنا 7:17
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
هوسيع 6:3
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
متى 26:41
بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.
اول کورنتيان 16:13
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.
روميان 12:11
کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“
يشعياه 35:3-4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ دسمبر ۱۱
Romans 14:16
۲۰۲۵ دسمبر ۱۰
John 10:29
۲۰۲۵ دسمبر ۹
Proverbs 21:3
۲۰۲۵ دسمبر ۸
Galatians 5:13
۲۰۲۵ دسمبر ۷
2 Corinthians 5:21
۲۰۲۵ دسمبر ۶
Philippians 2:13
۲۰۲۵ دسمبر ۵
Psalms 119:71