جمعه د ۲۰۲۵ د جون ۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ جون ۶

مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.

صفنياه 3:17

مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ. خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.

ګردان 7:7-8

مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

اول يوحنا 4:19

You, being in past times alienated and enemies in your mind in your evil deeds, yet now he has reconciled in the body of his flesh through death, to present you holy and without defect and blameless before him,

Colossians 1:21-22

رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

اول يوحنا 4:10

خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.

روميان 5:8

او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“

متى 3:17

په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.

يوحنا 10:17

خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.

عبرانيان 1:2-3

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې