ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
متى 25:13
ورځنی رڼا
ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
متى 25:13
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى. خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
لوقا 21:34-36
ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى. کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى. خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ يئ د هغه ورځ دپاره چې تاسو به لکه د غل په شان حېران کړى. ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو. نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو.
اول تِسالونيکيان 5:2-6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جون ۲
Exodus 12:11
۲۰۲۵ جون ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۵ مۍ ۳۱
Genesis 32:28
۲۰۲۵ مۍ ۳۰
Hebrews 4:11
۲۰۲۵ مۍ ۲۹
Leviticus 17:11
۲۰۲۵ مۍ ۲۸
Philippians 3:20
۲۰۲۵ مۍ ۲۷
Nahum 1:7