د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
حجى 2:9
ورځنی رڼا
د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
حجى 2:9
داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربهکاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.
اول تواريخ 22:5
اِمامان د مالِک خُدائ کور ته ځکه نۀ شول ننوتلے چې د مالِک خُدائ کور د جلال نه ډک وو.
دوېم تاريخ 7:2
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“
يوحنا 2:19
خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو.
يوحنا 2:21
For most certainly that which has been made glorious has not been made glorious in this respect, by reason of the glory that surpasses.
2 Corinthians 3:10
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
يوحنا 1:14
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.
عبرانيان 1:1-2
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
لوقا 2:14
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه 9:6
For he is our peace, who made both one, and broke down the middle wall of partition,
Ephesians 2:14
نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو 4:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جون ۳
Matthew 25:13
۲۰۲۵ جون ۲
Exodus 12:11
۲۰۲۵ جون ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۵ مۍ ۳۱
Genesis 32:28
۲۰۲۵ مۍ ۳۰
Hebrews 4:11
۲۰۲۵ مۍ ۲۹
Leviticus 17:11
۲۰۲۵ مۍ ۲۸
Philippians 3:20