نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.
عبرانيان 4:11
ورځنی رڼا
نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.
عبرانيان 4:11
په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
متى 7:13-14
د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.
متى 11:12
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
يوحنا 6:27
Therefore, brothers, be more diligent to make your calling and election sure. For if you do these things, you will never stumble. For thus you will be richly supplied with the entrance into the eternal Kingdom of our Lord and Savior, Jesus Christ.
2 Peter 1:10-11
ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ. هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.
اول کورنتيان 9:24-25
ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.
عبرانيان 4:10
تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.
يشعياه 60:19
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۲۹
Leviticus 17:11
۲۰۲۵ مۍ ۲۸
Philippians 3:20
۲۰۲۵ مۍ ۲۷
Nahum 1:7
۲۰۲۵ مۍ ۲۶
Hebrews 13:20
۲۰۲۵ مۍ ۲۵
Psalms 31:19
۲۰۲۵ مۍ ۲۴
Ephesians 4:30
۲۰۲۵ مۍ ۲۳
Exodus 28:12