څلرنۍ د ۲۰۲۵ د مۍ ۲۸

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ مۍ ۲۸

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.

فيليپيانو 3:20

ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.

تيطوس 2:11-14

But, according to his promise, we look for new heavens and a new earth, in which righteousness dwells.

2 Peter 3:13

Therefore, beloved, seeing that you look for these things, be diligent to be found in peace, without defect and blameless in his sight.

2 Peter 3:14

نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.

عبرانيان 9:28

په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“

يشعياه 25:9

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې