زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا 14:27
ورځنی رڼا
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا 14:27
دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.
اول يوحنا 2:17
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
زبور 39:6
په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟
روميان 6:21
مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې. خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“
لوقا 10:41-42
زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.
اول کورنتيان 7:32
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا 16:33
Now may the Lord of peace himself give you peace at all times in all ways. The Lord be with you all.
2 Thessalonians 3:16
”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى او ستاسو خيال دې وساتى، مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى، مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“
شمېر 6:24-26
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۲۱
Ephesians 6:10
۲۰۲۵ مۍ ۲۰
1 Timothy 4:16
۲۰۲۵ مۍ ۱۹
Psalms 51:2
۲۰۲۵ مۍ ۱۸
John 5:26
۲۰۲۵ مۍ ۱۷
Ezekiel 20:19
۲۰۲۵ مۍ ۱۶
Romans 1:1
۲۰۲۵ مۍ ۱۵
Revelation 21:4