ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.
زبور 51:2
ورځنی رڼا
ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.
زبور 51:2
زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.
يرمياه 33:8
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
حزقىايل 36:25
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.
يوحنا 3:5
کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى، نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
عبرانيان 9:13-14
خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ، د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.
زبور 106:8
مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
زبور 115:1
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۱۸
John 5:26
۲۰۲۵ مۍ ۱۷
Ezekiel 20:19
۲۰۲۵ مۍ ۱۶
Romans 1:1
۲۰۲۵ مۍ ۱۵
Revelation 21:4
۲۰۲۵ مۍ ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۵ مۍ ۱۳
1 Timothy 2:8
۲۰۲۵ مۍ ۱۲
1 John 4:7