نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
اول تيموتيوس 2:8
ورځنی رڼا
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
اول تيموتيوس 2:8
خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“
يوحنا 4:23-24
نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ،
يشعياه 58:9
25-او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“
مرقوس 11:25
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
عبرانيان 11:6
خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى.
يعقوب 1:6-7
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
زبور 66:18
زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے. او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.
اول يوحنا 2:1-2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۱۲
1 John 4:7
۲۰۲۵ مۍ ۱۱
1 Corinthians 15:34
۲۰۲۵ مۍ ۱۰
1 John 3:8
۲۰۲۵ مۍ ۹
Hebrews 11:1
۲۰۲۵ مۍ ۸
Isaiah 53:10
۲۰۲۵ مۍ ۷
Matthew 24:6
۲۰۲۵ مۍ ۶
Psalms 85:10