خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
يشعياه 53:10
ورځنی رڼا
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
يشعياه 53:10
اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم. اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“
يوحنا 12:27-28
”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى.
لوقا 22:42-43
هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.
فيليپيانو 2:8
په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.
يوحنا 10:17
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
يوحنا 6:38
عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“
يوحنا 18:11
چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“
يوحنا 8:29
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
متى 3:17
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
يشعياه 42:1
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۷
Matthew 24:6
۲۰۲۵ مۍ ۶
Psalms 85:10
۲۰۲۵ مۍ ۵
Matthew 6:31-32
۲۰۲۵ مۍ ۴
Isaiah 59:1
۲۰۲۵ مۍ ۳
Matthew 5:48
۲۰۲۵ مۍ ۲
Genesis 28:16
۲۰۲۵ مۍ ۱
Galatians 5:22