ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
اول يوحنا 4:7
ورځنی رڼا
ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
اول يوحنا 4:7
او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.
روميان 5:5
ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو. دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
روميان 8:15-16
هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.
اول يوحنا 5:10
او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو.
اول يوحنا 4:9
in whom we have our redemption through his blood, the forgiveness of our trespasses, according to the riches of his grace,
Ephesians 1:7
that in the ages to come he might show the exceeding riches of his grace in kindness toward us in Christ Jesus;
Ephesians 2:7
ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو.
اول يوحنا 4:11
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ مۍ ۱۱
1 Corinthians 15:34
۲۰۲۵ مۍ ۱۰
1 John 3:8
۲۰۲۵ مۍ ۹
Hebrews 11:1
۲۰۲۵ مۍ ۸
Isaiah 53:10
۲۰۲۵ مۍ ۷
Matthew 24:6
۲۰۲۵ مۍ ۶
Psalms 85:10
۲۰۲۵ مۍ ۵
Matthew 6:31-32