درېنۍ د ۲۰۲۵ د اپریل ۲۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اپریل ۲۹

د مالِک خُدائ نه يره په کار ده او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوئ. هغه لوئ لوئ کارونه راپه ياد کړئ چې هغۀ ستاسو دپاره کړى دى.

اول سموئيل 12:24

هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.

ګردان 8:2

ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.

ګردان 8:5

زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه

زبور 119:75

دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

زبور 119:71

د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.

زبور 119:67

مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.

زبور 118:18

هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى، او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى. نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.

زبور 103:10-11

ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

زبور 103:14

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې