په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه، خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.
زبور 18:18
ورځنی رڼا
په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه، خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.
زبور 18:18
مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.
يرمياه 3:23
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
زبور 18:2
اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“
يشعياه 12:6
د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.
زبور 34:7
نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.
زبور 34:17
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.
ګردان 33:27
نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
عبرانيان 13:6
د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟ دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.
زبور 18:31-32
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
اول کورنتيان 15:10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اپریل ۲۲
Leviticus 1:3-4
۲۰۲۵ اپریل ۲۱
Philippians 4:1
۲۰۲۵ اپریل ۲۰
Deuteronomy 13:17
۲۰۲۵ اپریل ۱۹
John 10:7
۲۰۲۵ اپریل ۱۸
Deuteronomy 18:18
۲۰۲۵ اپریل ۱۷
Psalms 50:23
۲۰۲۵ اپریل ۱۶
Psalms 31:22