نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.
زبور 31:22
ورځنی رڼا
نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.
زبور 31:22
زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.
زبور 69:2
اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم. اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه. تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره. تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه.
مرثيى 3:54-57
”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟ ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟ ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“ نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“ زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،
زبور 77:7-11
زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.
زبور 27:13
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اپریل ۱۵
Jeremiah 50:34
۲۰۲۵ اپریل ۱۴
Psalms 63:5-6
۲۰۲۵ اپریل ۱۳
Proverbs 3:9
۲۰۲۵ اپریل ۱۲
Romans 8:3
۲۰۲۵ اپریل ۱۱
Proverbs 10:19
۲۰۲۵ اپریل ۱۰
Song of Solomon 1:5
۲۰۲۵ اپریل ۹
Isaiah 43:1